لیکواله:سلیمه آریایي
د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د مبلغینو قانون د هبتالله آخندزاده د توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپور شوی دی. د دې وزارت په وینا، دغه قانون په دوو فصلونو او ۱۷ مادو کې ترتیب شوی او د دیني مبلغینو شرایط او مسئولیتونه واضح کوي.
د طالبانو د عدلیې وزارت د سه شنبې په ورځ، د غویي په ۸مه، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا قانون د طالبانو د مشر په توشیح سره نافذ شوی او د دغه قانون د تطبیق مسئولیت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته ورکړل شوی دی.
د دې قانون د شپږمې مادې له مخې، دیني مبلغ باید د حنفي مذهب پیرو وي. همدارنګه په لسمه ماده کې تاکید شوی چې دیني تبلیغ بایدد حنفي مذهب پر بنسټ وشي.
په څوارلسمه ماده کې ویل شوي چې که چیرې په مبلغینو کې داسې څوک پیدا شي چې د حنفي مذهب پرته بل مذهب څخه پیرو وکړي، نو د هغه د فعالیت مخه باید ونیول شي.
د دې قانون د نهمې مادې له مخې، مبلغین کولای شي د خبرو کولو او هغو رسنیو لکه رادیو، مجلې او کتابونو له لارې دیني تبلیغ وکړي، خو د هغو رسنیو کارول چې پکې “ژوندۍ انځور” موجود وي، منع دي.
په دې قانون کې همدارنګه تاکید شوی چې مبلغین باید د دعوت په ترڅ کې د نابالغو ماشومانو او ښځو راوړلو څخه ډډه وکړي.
د دې قانون له مخې، د عبادت د طریقې ښوونه، د جهاد فضیلت بیانول، د ښځو حقوق تشریح کول، او د ښځو د لباس په اړه ښوونه هم د مبلغینو د مسئولیتونو څخه دي.








