په بدخشان کې ځايي سرچینې وایي چې د طالبانو د دفاع وزارت، غلامالله احمدي د بدخشان د فرقې د مرستیال په توګه ټاکلی دی. د دغو سرچینو په وینا، دا ټاکنه د هغه د موقف د پیاوړتیا او د محلي قوماندان جمعه فاتح د نفوذ د کمولو په موخه شوې ده.
سرچینو د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ ۱۰مه، رسنیو ته ویلي چې د بدخشان یو شمېر بانفوذه څېرې د سرپرست حکومت په لیکو کې د تېرو دوو اوونیو په جریان کې څو ځله هڅه کړې چې د جمعه فاتح او د دغه حکومت د مشرانو ترمنځ د لیدنې زمینه برابره کړي، خو دا هڅې تر اوسه بریالۍ شوې نه دي.
د سرچینو په وینا، جمعه فاتح، چې د سرپرست حکومت له ناراضه قوماندانانو څخه ګڼل کېږي، د خبرو لپاره وړاندې شوې وړاندیزونه نه دي منلي او د دغه حکومت له مشرتابه سره هوکړې ته نه دی حاضر شوی.
سرچینې همدارنګه وایي چې د بدخشان د مهمو نظامي پوستو یوه د غلامالله احمدي ته سپارل شوې ده، چې د فصیحالدین فطرت، د سرپرست حکومت د لوی درستیز له نږدې کسانو څخه ګڼل کېږي، او هڅه شوې چې د قدرت توازن د جمعه فاتح په زیان بدل شي.
په ورته وخت کې، نجیب راغي، چې د سرپرست حکومت بل محلي قوماندان دی او د درواز په سیمه کې نفوذ لري، لا هم په تبعید کې ژوند کوي. د سرچینو په وینا، هغه په تېرو څلورو کلونو کې یوازې یو ځل اجازه ترلاسه کړې چې خپل اصلي ټاټوبي ته سفر وکړي.
سرچینې زیاتوي چې سرپرست حکومت هڅه کوي د بدخشان یو قوماندان د جمعه فاتح پر وړاندې ودروي، څو له هغه سره مخامخ کېدنه د بدخشان د محلي قوماندانانو ترمنځ په سیالۍ بدله کړي.
بدخشان ولایت په وروستیو میاشتو کې څو ځله د محلي قوماندانانو او د سرپرست حکومت د مسوولانو ترمنځ د تاوتریخوالي شاهد پاتې شوی دی. د سرچینو په وینا، دغه اختلافونه تر ډېره د ولایت د ادارې د طریقې، د نفوذ پر سر سیالۍ، د نظامي او اداري کسانو د ټاکلو، د سرو زرو کانونو او د کوکنارو د کښت پر سر رامنځته شوي دي. په ځینو مواردو کې دغه کړکېچونه وسله والو نښتو، د قوماندانانو نیولو او د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د نارضایتۍ زیاتېدو ته هم رسېدلي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








