د طالبانو اقتصادي معاونیت وایي، د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې د نږدې ۱.۳ میلیارد افغانیو په ټولیز لګښت ۱۳ پراختیايي پروژې تصویب شوي دي.
د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، غونډې ته ټولټال ۳۴ پروژې د ارزونې لپاره وړاندې شوې وې. له دغو څخه ۱۳ پروژې منظورې شوې، په ۱۶ نورو کې د تعدیل پرېکړه وشوه، د یوې پروژې قرارداد لغوه شو او څلور نورې پروژې د لا زیاتې تخنیکي او مالي ارزونې لپاره ځانګړو کمېټو ته وسپارل شوې.
د منظور شویو او تعدیل شویو پروژو په لړ کې د پکتیا ولایت د جانيخېلو ولسوالۍ د روغتون جوړول، په یو شمېر ولایتونو کې د مخابراتي خدمتونو او د برېښنا د لېږد او وېش پراختیا، او همدارنګه د کابل ښار د ځینو داخلي سړکونو جوړول شامل دي.
اقتصادي معاونیت ټینګار کړی چې د دغو پروژو ټول مالي لګښت به د طالبانو د ادارې له کورنیو سرچینو څخه تمویل شي.
لیکواله:سعید سمیر








