لیکواله:سلیمه آریایي
ځايي سرچینې په پنجشير ولايت کې وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې په دې ولايت کې د رخې په ولسوالۍ کې د ښځو د خیاطي د زدهکړو کارګاوې تړلي دي.
د یرچینو په وينا، دغه کارګاوې د خوړو نړیوال پروګرام لخوا د ښځو د خیاطۍ زدهکړو او د کورنیو د اقتصاد تقویه کولو لپاره جوړې شوې وې.
سرچینې زیاتوي چې د طالبانو چارواکي وايي چې د دې ډول پروګرامونو هدف چې د بهرنيو سازمانونو لخوا جوړ شوي، د ښځو ملاتړ نه دی، بلکې هدف یې “د ښځو بېحجابي” ده.
د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ،خوړو نړیوال پروګرام په رخې ولسوالۍ کې دوه د خیاطۍ کارګاوې جوړې کړې وې، چې په دې مرکزونو کې له ۵۰ څخه زیاتو ښځو د دې مسلک زدهکړې کولې.
طالبان په افغانستان کې د بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو پر تعلیم او کار پراخ محدودیتونه وضع کړي دي.
دې ډلې مخکې هم په ځینو ولايتونو کې د ښځو لپاره د مسلکي زدهکړو کارګاوې بندې او تعطیل کړي دي.








