TOOSnews
اعلان
طالبانو د ملګرو ملتونو او نړيوالو موسسو نيول شوي كاركوونكي ازاد كړل.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو د ملګرو ملتونو او نړيوالو موسسو نيول شوي كاركوونكي ازاد كړل.

۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

باوري سرچینې وایي، طالبانو د هرات ولایت د اسلام‌کلا په بندر کې د شپږو نړیوالو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د یوه همکار سازمان ۲۰ نیول شوي کارکوونکي خوشې کړي دي. د سرچینو په وینا، دغه کسان تېره ورځ سهار د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو له خوا د «لنډې ږیرې» په تور نیول شوي وو.

تر اوسه طالبانو د دغو کسانو د نیولو د لامل او د خوشې کېدو د شرایطو په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په نیول شویو کسانو کې د کډوالۍ نړیوال سازمان، د روغتیا نړیوال سازمان، د «اډا» روغتیايي موسسې، د رازي پرمختیايي او ټولنیزې موسسې، د افغانستان لپاره د کلیوالي بیارغونې ټولنې او د نړیوال پیوستون دفتر یو شمېر کارکوونکي شامل وو.

یاد بنسټونه د افغانستان او ایران ترمنځ د اسلام‌کلا په پوله کې له ایران څخه بېرته ستنېدونکو کډوالو ته بېلابېل خدمات وړاندې کوي.

تر اوسه دغو ادارو په رسمي ډول د خپلو کارکوونکو د نیولو او یا خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو له خوا د ږیرې اړوند مقررات سخت شوي دي. تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د لنډې ږیرې یا د طالبانو د ټاکلو معیارونو د نه مراعاتولو له امله د خلکو، محصلینو او کارکوونکو د نیولو راپورونه خپاره شوي وو.

همداراز د روانې میاشتې په ۲۹مه نېټه په کندهار کې راپور ورکړل شوی و چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو یو شمېر محصلین د ږیرې د لنډولو یا خریلو له امله له ټولګیو ایستلي او له ازموینو یې محروم کړي وو.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.