د غزني ولایت د طالبانو د رسنیو دفتر مسوولین وايي، د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې یې ۲۴ میله ډول ډول وسلې او نور مهمات ترلاسه کړي دي.
د مسوولینو په وینا، دغه وسلې او مهمات په تېرو درېیو میاشتو کې د یادې غرنیزې ولسوالۍ په بېلابېلو عملیاتو او پلټنو کې تر لاسه شوي دي. دوی زیاتوي چې دا وسلې د امنیتي وضعیت د ټینګښت او د ناقانونه وسلو د راټولولو د هڅو برخه ده.
یاد دفتر دا نه دي روښانه کړي چې دغه وسلې له کومو کسانو یا ډلو څخه ترلاسه شوي، خو ویلي یې دي چې په سیمه کې د وسلو د ټولولو لړۍ روانه ده.
لیکوال:سعید سمیر








