په پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې د پوهنتونونو یو شمېر محصلان وايي، چې د طالبانو له لوري ورباندې داسې ژمنلیکونه لاسلیک شوي چې له مخې یې باید ږېرې پرېږدي.
د محصلانو په وینا، دغه ژمنلیکونه یوازې د ږېرې پورې محدود نه دي، بلکې د طالبانو د امربالمعروف د تصویب شوي قانون د عملي کولو په تړاو هم ترې ژمنې اخیستل کېږي.
دوی زیاتوي، چې د پوهنتونونو په چاپېریال کې پر شخصي بڼې او چلند زیات محدودیتونه لګېدلی او محصلان اړ کېږي چې د یادو مقرراتو سره سم عمل وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








