د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر د ملګرو ملتونو له چارواکو سره د افغان کډوالو د وضعیت، له پاکستان او ایران څخه د جبري اخراج، بشري مرستو او د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي، بشري مرستې باید سیاسي نه شي او نړیواله ټولنه دې له افغانانو سره خپلې مرستې دوامدارې وساتي.
د طالبانو په وینا، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر برهام صالح ویلي، کابل ته یې د سفر موخه د افغان کډوالو د وضعیت ارزول، د مرستندویه پروګرامونو د پلي کېدو څارنه او له اړمنو کسانو سره له نږدې لیدنه ده.
هغه له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د اندېښنې وړ بللي او ویلي یې دي، د افغان کډوالو د ستونزو د حل او د هغوی د باعزته راستنېدو لپاره درې اړخیزو او څلور اړخیزو ناستو ته اړتیا شته.
د نوموړي په وینا، د راستنېدونکو د زیات شمېر او د بشري اړتیاوو د پراخوالي له امله افغانستان لا ډېرو بشري او پراختیايي مرستو ته اړتیا لري او هڅه کوي د نړیوالو ملاتړ نور هم زیات کړي. هغه د کډوالو د بهیر د مدیریت په برخه کې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت هڅې هم اغېزناکې بللي دي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر الکساندر ډي کرو ویلي، په جلالاباد او مزارشریف کې یې د پراختیايي پروژو لیدنه کړې او په افغانستان کې یې اوسنی امنیت او د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه د طالبانو مهمې لاسته راوړنې بللي دي.
هغه د افغانانو د اقتصادي ودې لپاره د نړیوالې ټولنې پر دوامدارې همکارۍ ټینګار کړی دی.
بلخوا، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر عبدالکبیر ویلي، د ملګرو ملتونو ادارو په سختو شرایطو کې له افغانانو سره مرستې کړي او لا هم ګڼو افغانانو ته خدمات وړاندې کوي. نوموړي زیاته کړې، چې د پرلهپسې جګړو او نورو پېښو له امله میلیونونه افغانان کډوالۍ ته اړ شوي او د دې ستونزې د دوامداره حل لپاره باید د کډوالۍ اصلي لاملونه له منځه یوړل شي.
لیکوال:سعید سمیر








