د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ننګرهار ولایت په غنيخېلو ولسوالۍ کې د دې ډلې امنیتي ځواکونو ۴۴ زره نشهيي ګولۍ، ۲۸ کیلوګرامه چرس او ۲۰ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط کړي دي. د دغه وزارت په وینا، د دې قضیې په تړاو ۴ کسان نیول شوي دي.
دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۵مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له نیول شویو کسانو څخه یوه کلاشینکوف وسله هم ترلاسه شوې ده. د طالبانو په وینا، د دې قضیې لومړنۍ څېړنې ترسره شوي او تورن کسان به د قانوني مراحلو د ترسره کېدو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.
طالبانو په تېرو میاشتو کې څو ځله په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو نشهيي ګولیو او د پام وړ اندازې نشه یي توکو د کشف او ضبط خبر ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې نړیوال راپورونه لا هم د افغانستان د نشه یي توکو د بازار د بدلونونو او پر نړیوالې سوداګرۍ د هغې د اغېزو په اړه اندېښنې څرګندوي.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د چنګاښ په ۵مه، د ۲۰۲۶ کال د نړیوالو نشهيي توکو په راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د تریاکو د تولید بېسارې کمښت، د مصنوعي اپیویډي موادو د پراخېدو له امله، د نړۍ د نشهيي توکو د بازار جوړښت بدلوي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې تر اوسه هېڅ بل هېواد نه دی توانېدلی چې په افغانستان کې د تریاکو د تولید کمښت جبران کړي. ملګرو ملتونو هم ټینګار کړی چې د تولید له کمېدو سره سره، په افغانستان کې پاتې د تریاکو زېرمتونونه لا هم په بشپړه توګه نه دي مصرف شوي او اټکل کېږي چې دغه زېرمتونونه ښايي د ۲۰۲۶ کال تر پایه دوام وکړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








