TOOSnews
اعلان
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د ایران سفیر د سیمه‌ییزو تحولاتو په اړه خبرې وکړې.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د ایران سفیر د سیمه‌ییزو تحولاتو په اړه خبرې وکړې.

۹ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکواله:سلیمه آریایي

سراج‌الدین حقاني، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، په کابل په ښار کې د ایران له سفیر، علی‌ رضا بیک ‌دلی سره ملاقات کړی دی.

د ایران سفارت په کابل کې د سه‌شنبې په ورځ، د غویي په ۸مه، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دواړو لورو په دې ملاقات کې د سیمې د وروستیو حالاتو په اړه خبرې کړي دي.

د ایران د سفارت په وینا، په دې ناسته کې د دوه اړخیزو اړیکو او د دواړو هېوادونو د ځینو مهمو مسایلو په اړه بحث او تبادل نظر شوی ده.

تر اوسه پورې د دې لیدنې د موضوعاتو په اړه نور تفصیلات نه دي خپاره شوي.

سراج‌الدین حقاني تیره ورځ هم د چین له سفیر سره په کابل کې ملاقات کړی و.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.