د هزاره او شیعه مشرانو له لوري د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي پر کړنو د نیوکې او اعتراض وروسته، نوموړي د دغو مشرانو د وضاحت او ځواب ورکولو لپاره خپل دفتر ته د ورتګ غوښتنه کړې ده.
باوري سرچینو ویلي، چې د هزاره او شیعه مشرانو یوې بېړنۍ غونډې کې پرېکړه کړې چې د عدلیې وزیر دفتر ته ورنه شي.
د افغانستان یو شمېر هزاره او شیعه عالمانو او مخورو د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۱۵مه، په یوه اعلامیه کې عبدالحکیم شرعي پر «منظم تبعیض» او د هزارهوو او شیعهګانو د «جبري بېځایه کولو» پر هڅو تورن کړی و. دوی خبرداری ورکړی و چې د دې بهیر دوام «نور د زغملو نه دی».
د راپور له مخې، د طالبانو د عدلیې وزیر د شنبې په ورځ، د زمري په ۱۷مه، د دغې اعلامیې یو شمېر غړي خپل دفتر ته احضار کړي دي. په احضار شویو کسانو کې د افغانستان د شیعه علماوو شورا، د شیعهګانو عالي کمېسیون او د ولسي جرګې یو شمېر پخواني استازي شامل دي.
خو د شنبې په ماښام یادو مشرانو د کابل په لوېدیځ کې د الزهرا جومات کې په یوه غونډه کې پرېکړه کړې چې د عدلیې وزیر دفتر ته ورنه شي.
دوی ویلي، که د طالبانو لوړپوړي مشران، په ځانګړي ډول د طالبانو رییسالوزرا محمدحسن اخوند، د خبرو غوښتنه وکړي، دوی به له هغوی سره خبرو ته حاضر شي.
لیکوال:سعید سمیر








