د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د اعلان کړی چې په تېر یوه کال کې یې له کورنیو شرکتونو سره د کانونو د استخراج ۱۰۹ قراردادونه لاسلیک کړي دي. د دغه وزارت په وینا، د دغو قراردادونو ټولیز ارزښت شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانۍ اټکل شوی دی.
دغه وزارت په خپل وروستي راپور کې همداراز ویلي چې د افغانستان د کانونو په برخه کې د کورنیو شرکتونو او د سیمې د هېوادونو د پانګهوالو لېوالتیا د پانګونې لپاره زیاته شوې ده. طالبان د دې برخې پراختیا د کورنیو عوایدو د زیاتولو او د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا له لارو څخه بولي.
خو له بلې خوا، یو شمېر نیوکه کوونکو د قراردادونو د روڼتیا، د کانونو د ورکړې د بهیر او د طبیعي سرچینو د استخراج د څارنې د څرنګوالي په اړه اندېښنې ښودلي دي. دوی د افغانستان د معدني سرچینو د دقیقې څارنې او شفاف مدیریت پر اړتیا ټینګار کوي.
افغانستان د مسو، اوسپنې، سرو زرو، لیتیوم، کرومایټ، ډبرو سکرو او نورو معدني موادو د پام وړ زېرمې لري. طالبان دغه سرچینې د هېواد له مهمو اقتصادي ظرفیتونو او د افغانستان د اقتصادي ودې له بنسټونو څخه ګڼي.
واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو او د بهرنیو مرستو له کمېدو وروسته، دې ډلې هڅه کړې چې د ګمرکونو، مالیاتو او طبیعي سرچینو د استخراج له لارې کورني عواید زیات کړي. طالبان وايي چې د کانونو د برخې پراختیا کولی شي د حکومت عواید لوړ کړي، د کار فرصتونه رامنځته کړي او د افغانستان اقتصادي اتکا راکمه کړي.
طالبانو په وروستیو کلونو کې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د کانونو د استخراج لپاره ګڼ شمېر قراردادونه لاسلیک کړي دي. په همدې حال کې، د نړیوال بانک د راپورونو او د طالبانو د ادارو له خوا د خپرو شویو شمېرو پر بنسټ، څرګندېږي چې دې ډلې په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې نږدې ۱۴ میلیارده ډالر کورني عواید راټول کړي دي. د دغو راپورونو له مخې، د کانونو له برخې ترلاسه کېدونکي عواید د طالبانو د مالي سرچینو له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








