TOOSnews
اعلان
ټي ټي پي په سوات كې پر افضل ګجر د بريد پړه ومنله.
نړۍټوس نیوز

ټي ټي پي په سوات كې پر افضل ګجر د بريد پړه ومنله.

۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د خيبرپښتونخوا د سوات ولسوالۍ په شکردره سیمه کې پر افضل خان ګجر وسله وال برید کړی او د درېیو کسانو د وژلو پړه یې منلې ده. دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، په برید کې افضل خان ګجر ټپي شوی، خو د هغه زوی، وراره او یو ساتونکی وژل شوي دي.

افضل خان ګجر، چې د موټرو کاروبار کوي، د دوشنبې په ورځ وویل چې د شپې شاوخوا نهه نیمې بجې کور ته روان و، چې له ۳۵ څخه تر ۴۰ پورې وسله والو پرې برید وکړ. د هغه په وینا، بریدګرو پرې درنې او سپکې وسلې وکارولې.

نوموړي د وژل شویو کسانو جنازې د اعتراض په توګه لویې لارې ته راویستلې او ادعا یې وکړه چې د برید پر مهال یې پولیس خبر کړي وو، خو هغوی پر وخت سیمې ته ونه رسېدل. هغه وویل وسله وال تر سهاره پورې په سیمه کې موجود وو، یو موټر یې سوځولی او بل یې په ډزو سخت زیانمن کړی دی.

افضل ګجر دا هم وویل چې له ټي ټي پي سره یې هېڅ ډول روغه جوړه نه ده کړې او که د برید هدف یوازې دی وای، نو زوی، وراره او ساتونکی به یې نه وژل کېدل.

بلخوا د سوات د پولیسو مشر محمد عمر ویلي چې د پولیسو د احتمالي بې‌پروایۍ په اړه به پلټنې وکړي او که کومو پولیسو غفلت کړی وي، قانوني چلند به ورسره وشي.

هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د بریدګرو د نیولو لپاره یې د لټون عملیات پیل کړي دي.

د سوات قومي جرګې دغه برید غندلی دی.

ټي ټي پي په یوه بیان کې ویلي چې افضل ګجر د استخباراتي ادارو او پولیسو همکار و او د ماین چاودنې له لارې یې موټر په نښه کړی دی. دغې ډلې ادعا کړې چې دوه نور موټر یې هم ویجاړ کړي او یو ټوپک یې ترې وړی دی.

په بیان کې دا هم راغلي چې افضل ګجر له ۲۰۰۹ کال راهیسې د ټي ټي پي او د سیمې د خلکو پر ضد فعالیتونه کول او د دې ډلې د یو شمېر غړو په وژنه کې یې لاس درلود. دغه ادعاوې خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.