TOOSnews
اعلان
متحدې جبهې به غور کې د طالبانو پر قرارګاه بريد كړی.
افغانستانټوس نیوز

متحدې جبهې به غور کې د طالبانو پر قرارګاه بريد كړی.

۱۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو مخالفې ډلې «متحدې جبهې» ادعا کړې چې ځواکونو یې تېره شپه د غور ولایت په الفاروق ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې قرارګاه برید کړی دی.

د دغې جبهې په وینا، په دې عملیاتو کې د طالبانو لږ تر لږه دوه غړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

متحدې جبهې ادعا کړې چې د نښتې پر مهال د طالبانو قرارګاه په بشپړه توګه سقوط شوې او د طالبانو یو شمېر وسلې او پوځي تجهیزات یې هم نیولي دي.

دې ډلې په اېکس کې د دغو عملیاتو یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې ادعا شوې نیول شوې وسلې او مخابره ښودل کېږي.

طالبانو تر اوسه د دې برید او د متحدې جبهې د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د طالبانو دوو مخالفو وسله‌والو ډلو، متحدې او ازادۍ جبهې، په افغانستان کې د خپلو بریدونو د زیاتېدو ادعاوې کړي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.