د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د هرات ولایت د جبرئیل سیمې د اعتراض کوونکو د ځپلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د وګړو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.
یوناما د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هرات د وروستیو اعتراضونو پر مهال لږ تر لږه یو تنکی ځوان هلک د ډزو له امله وژل شوی او څو نور کسان د وهلو ټکولو له امله ټپیان شوي دي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې د یو بل کس د وژل کېدو راپورونه لا هم تر څېړنې او کره کتنې لاندې دي.
د یوناما د معلوماتو له مخې، د غبرګولي د ۱۷مې او ۱۸مې ترمنځ لږ تر لږه ۳۰ ښځې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مامورینو له خوا د «حجاب د لارښوونو د نه مراعت» په تور په هرات کې نیول شوي دي. د دې ادارې په وینا، لسګونو نورو ښځو ته هم شفاهي اخطارونه ورکړل شوي دي.
یوناما ټینګار کړی چې ټولې نیول شوې ښځې د غبرګولي ۱۹مه خوشې شوي، خو خپلسري نیونې کولی شي د ښځو او د هغوی د کورنیو پر ژوند ژورې اغېزې ولري.
د یوناما سرپرستې،جورجت ګانیون ویلي چې په افغانستان کې د ښځو نیول کېدل پراخې ټولنیزې پایلې لرلای شي او حتی له خوشې کېدو وروسته هم ښځې د انزوا، فشار او زیات تاوتریخوالي له خطر سره مخ کوي.
هغې ټینګار کړی چې د طالبانو چارواکي د خپلو نړیوالو ژمنو له مخې مکلف دي چې د وګړو بنسټیز حقونه، لکه د بیان ازادي، د سولهییزو غونډو او اعتراضونو حق، شخصي ازادي او امنیت، او له خپلسرو نیونو څخه خوندیتوب تضمین کړي.
یوناما همدارنګه یادونه کړې چې د امنیتي ځواکونو هر ډول اقدام باید د نړیوالو حقوقي معیارونو، په ځانګړې توګه د زور د کارونې د اړتیا، تناسب او نه تبعیض له اصولو سره سمون ولري.
دغه بنسټ زیاته کړې چې وګړي باید وکولای شي خپل نظرونه او سولهییز اعتراضونه پرته له دې چې د تاوتریخوالي، ګواښ یا غچ اخیستونکو اقداماتو له وېرې سره مخ شي، څرګند کړي.
یوناما په پای کې له طالبانو غوښتي چې ټول هغه سیاستونه او اقدامات لغوه کړي چې د ښځو او نجونو اساسي حقونه او ازادۍ محدودوي؛ په دې کې د تګ راتګ محدودیتونه، د بیان ازادي، زدهکړې، کار او په عامه ژوند کې ګډون شامل دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








