د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ملګري ملتونه په کابل کې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د یوه نوي مېشتغالي او د غالۍ اوبدلو د یوې کارخونې د جوړولو طرحه تر ارزونې لاندې لري.
د دغه وزارت په وینا، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) مرستیالې ونیسا ماتر بولي او د کابل ښاروالۍ استازو په کابل کې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو، د نوي مېشتغالي او د غالۍ اوبدلو د کارخونې د جوړولو په اړه خبرې کړي دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد ویلي، د دغه مېشتغالي او کارخونې جوړول به له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې او د هغوی د کاري بوختیا لپاره مهم ګام وي.
هغه ویلي، وزارت یې چمتو دی چې له اړوندو بنسټونو سره په دې برخه کې همکاري وکړي او د کډوالو په ښارګوټو کې د مېشتغالو د جوړولو لپاره اړینه ځمکه ځانګړې کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مرستیالې ویلي، دغه اداره غواړي د همکارو بنسټونو په مرسته د کابل ښار په څرخي پله سیمه کې یو مېشتغالی او د غالۍ اوبدلو یوه کارخونه جوړه کړي.
د هغې په وینا، په دغه مرکز کې به راستنېدونکو کډوالو ته بېلابېل خدمات وړاندې کېږي. نوموړې زیاته کړې چې د مېشتغالي او کارخونې لومړنۍ نقشه جوړه شوې او د اړینو پړاوونو له بشپړېدو او د ځمکې د ستونزې له حل وروسته به یې د جوړولو چارې پیل شي.
UNHCR وايي، په پلچرخي کې یې د نغدي مرستو مرکز تر دې وړاندې کډوالو ته نغدي مرستې ورکولې، خو اوس پرېکړه شوې چې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت او نورو بنسټونو په همکارۍ راستنېدونکو کډوالو ته بېلابېل خدمات وړاندې کړي.
د کابل ښاروالۍ استازو هم د دې طرحې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د کمولو لپاره ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.
دا طرحه په داسې مهال مطرح کېږي چې په تېرو میاشتو کې له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر چټک شوی او د ورکړل شویو شمېرو له مخې، نږدې پنځه میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








