طلوعنیوز تایید کړې چې د دغې رسنۍ دوه خبریالان، عمران دانش او منصور نیازی، په کابل ښار کې نیول شوي دي. د یادې رسنۍ مسوولینو ویلي، تر اوسه ورته نه ده روښانه شوې چې دغه خبریالان د کوم دلیل له مخې نیول شوي او اوس مهال چېرته ساتل کېږي.
طالبانو له طلوعنیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د اړوندو قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته به په دې اړه نور جزییات له رسنیو سره شریک کړي.
د طلوعنیوز اداره وایي، د خپلو خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښمنه ده او تر اوسه یې د برخلیک او د ساتنې د ځای په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه کړي.
لیکوال:سعید سمیر








