د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ډېر ژر به د ایران د جګړې او روان وضعیت په اړه د چین له ولسمشر شي جين پينګ سره مفصلې خبرې وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې ایران ښه پوهېږي باید هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي. د هغه په وینا، پر ایران لګېدلي اقتصادي او سیاسي محدودیتونه «سل په سلو کې اغېزناک» دي او امریکا په دې برخه کې بریالۍ شوې ده.
ټرمپ همداراز ویلي، چې له تهران سره به یوازې هغه تړون لاسلیک کړي چې «ښه» وي او هېڅکله به اجازه ور نه کړي چې ایران د اټومي وسلو څښتن شي. هغه په سختو ټکو ویلي، هر څوک چې ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورکوي «احمق» دی.
لیکوال:سعید سمیر








