TOOSnews
اعلان
ټرمپ: د داعش دویم قومندان د امریکا او نایجیریې په ګډو عملیاتو کې ووژل شو.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ: د داعش دویم قومندان د امریکا او نایجیریې په ګډو عملیاتو کې ووژل شو.

۲۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې امریکايي او نایجریایي ځواکونو په ګډه یو عملیات ترسره کړی او چی په ترڅ کې یې «ابو بلال المینوکي» چې په نړۍ کې د داعش دویم قوماندان بلل کېده، وژل شوی دی.

ټرمپ د شنبې په ورځ، د محلي وخت سره سم، وویل چې دغه پېچلی عملیات د دواړو هېوادونو د ځواکونو د ګډې همکارۍ او په بشپړ دقت سره ترسره شوی دی.

ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه چې «ابو بلال المینوکي» فکر کاوه چې کولای شي په افریقا کې پټ شي، خو امریکا پراخې استخباراتي سرچینې لري چې د هغه ټول تحرکات یې څارلي دي.

هغه همدارنګه وویل چې د دې لوړ پوړي داعش غړي په وژل کېدو سره، هغه نور نه شي کولی په افریقا کې ترهګریز بریدونه سازمان کړي یا د امریکايي اتباعو پر وړاندې عملیاتو کې رول ولري. د هغه په خبره، د دې مهمې څېرې له منځه وړل د داعش نړیوال عملیاتي ظرفیت په څرګند ډول کم کړی دی.

ټرمپ د دې عملیات د ترسره کولو په برخه کې د نایجریې د حکومت له همکارۍ ستاینه وکړه.

د نایجریې حکومت هم د دې هېواد د یوه لوړ پوړي داعش مشر وژل کېدل تایید کړي دي.

بول ټینوبو، د نایجریې ولسمشر، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې هېواد وسله وال ځواکونو د امریکا پوځ سره، په همکارۍ داعش ته درانه زیانونه اړولي دي.

د نایجریې پوځ په خپله اعلامیه کې ویلي چې «ابو بلال المینوکي» د داعش یو لوړ پوړی مشر او د دې ډلې یو له خورا فعالو غړو څخه و چې په دې عملیاتو کې وژل شوی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.