TOOSnews
اعلان
ترابي:د طبيعي پېښو پر مهال سمارټ ټیليفونونه اړين دي.
افغانستانټوس نیوز

ترابي:د طبيعي پېښو پر مهال سمارټ ټیليفونونه اړين دي.

۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس، ملا نورالدین ترابي، ویلي چې د طبیعي پېښو پر مهال د خلکو د ژوند او شتمنیو د ژغورنې لپاره د دغې ادارې کارکوونکي د ځیرکو موبایلونو کارولو ته جدي اړتیا لري، خو ټینګار یې کړی چې د سمارټ فونونو پر کارولو لګېدلی بندیز به د طالبانو د مشر، ملا هبت‌الله، له اجازې پرته لغوه نه شي.

د رسنیو لاس ته ورغلي مکتوب له مخې، د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې په اداره کې د غبرګولي له ۲۶مې نېټې راهیسې د سمارټ فونونو کارول منع شوي دي.

په لارښوونه کې راغلي چې د ژغورنې او مرستندویه چارو د دوام لپاره دې ټول کارکوونکي خپل عادي یا واړه موبایلونه فعال وساتي، څو د اړتیا پر مهال ورسره اړیکه ونیول شي.

همدارنګه د مرکزي او ولایتي دفترونو مسوولینو ته سپارښتنه شوې چې د خپلو کارکوونکو د اړیکو شمېرې له مرکز سره شریکې کړي او هغه کسان چې برېښنالیک ته لاسرسی نه لري، د لنډو پیغامونو او عادي موبایلونو له لارې له ادارې سره اړیکې وساتي.

تر دې مخکې هم داسې اسناد خپاره شوي وو چې له مخې یې ملا هبت‌الله په شفاهي فرمان د طالبانو پر غړو او د دولتي ادارو پر کارکوونکو د سمارټ فونونو کارول منع کړي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.