TOOSnews
اعلان
د ترکیې ملي استخباراتو د داعش خراسان د رسنیو مسئول نیولی.
نړۍټوس نیوز

د ترکیې ملي استخباراتو د داعش خراسان د رسنیو مسئول نیولی.

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې اعلان کړی چې د داعش ډلې یو رسنیز مسئول یې په ځانګړو عملیاتو کې نیولی دی. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه کس د داعش خراسان د رسنیز او تبلیغاتي جوړښت برخه و او د شبکې په تنظیم، د جنګیالیو په لېږد او د دې ډلې د رسنیزو فعالیتونو په مدیریت کې یې رول درلود.

ترکي رسنیو د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۷مه، د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې له قوله راپور ورکړی چې د دې ادارې ځواکونو احمد کازانجي د سرحدي سیمو په یوه عملیاتو کې نیولی او ترکیې ته یې لېږدولی کړی دی.

د راپور له مخې، احمد کازانجي په مستعارو نومونو «ابوعبیده» او «ابوابراهیم» هم پېژندل کېږي. ویل شوي چې نوموړي په ترکیه کې د داعش د رسنیز مسئول اوزګور آلتون له نیول کېدو وروسته، د دغې شبکې رسنیز فعالیتونه په سیمه‌ییزه کچه پر مخ وړي دي.

اوزګور آلتون، چې د داعش له لوړپوړو غړو څخه و او د تعقیب شویو کسانو په نوملړ کې شامل و، د تېر لمریز کال د غبرګولي په میاشت کې د افغانستان او پاکستان د پولې په سیمه کې نیول شوی و. ترکي چارواکو هغه د اروپا او منځنۍ اسیا څخه افغانستان او پاکستان ته د داعش د غړو د لېږد په تنظیمولو تورن کړی و.

د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې د معلوماتو له مخې، احمد کازانجي له ترکیې څخه د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمو ته سفر کړی و او له داعش سره تر یوځای کېدو وروسته یې د دغې ډلې په روزنیزو کمپونو کې فعالیت کاوه.

په راپور کې همداراز راغلي چې نوموړي له اوزګور آلتون سره یوځای د ترکیې څخه د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمو ته د داعش د غړو په لېږد کې هم رول درلود.

د آناتولي خبري آژانس د راپور له مخې، احمد کازانجي په پاکستان کې د داعش پر مورچلو د هوايي بریدونو څخه ژوندی پاتې شوی و او غوښتل یې چې په غیرقانوني توګه ترکیې ته دننه شي او خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

د راپورونو پر بنسټ، دغه کس د پلټنو پر مهال اعتراف کړی چې له اوزګور آلتون سره یې اړیکې لرلې، د داعش پوځي او ایډیولوژیکې زده کړې یې ترلاسه کړې وې او د دې ډلې په رسنیزو او تبلیغاتي فعالیتونو کې یې برخه اخیستې وه.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.