طالبانو په ننګرهار ولایت کې د یکشنبې په ورځ وویل چې په مهمنددره کې یوه کور کې تندر لګېدلی، چې په پایله کې یې یو ماشوم مړ شوی او یوه ښځه د دوو نورو ماشومانو سره ټپي شوي دي.
په یوه جلا پېښه کې، په بټیکوټ ولسوالۍ کې د شدید توفان په پایله کې یوه لویه ونه لوېدلې او پر یوې ښځې راپرېوتې، چې د دې ښځې د مړینې لامل شوې ده.
د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په بېلابېلو برخو کې د شدیدو بارانونو او طوفانونو له امله کرنیزو ځمکو ته درانه زیانونه رسېدلي دي.
لیکواله:سلیمه حکیمي








