د ننګرهار په خراسان پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي دوو محصلینو د پیغامرسونې یو نوی اپلېکېشن جوړ کړی، چې د دوی په وینا د واټساپ لپاره مناسب بدیل کېدای شي.
وسیعالله او اکرامالله، چې د یاد پوهنځي د وروستي سمسټر محصلین دي، وایي په دغه اپلېکېشن کې داسې اسانتیاوې او ځانګړنې ځای پر ځای شوې دي، چې د واټساپ له ځینو خدماتو هم پرمختللې او اغېزمنې بلل کېږي.
د دغو محصلینو په خبره، د اپلېکېشن د جوړولو موخه د کورنیو ټکنالوژیکو نوښتونو پیاوړتیا او د مخابراتي اړیکو لپاره د یوه خوندي، چټک او عصري سیستم رامنځته کول دي.
دوی هیله څرګنده کړې چې د دوی دا نوښت به د هېواد د ټکنالوژۍ په برخه کې د پرمختګ لپاره اغېزناک ګام ثابت شي.
لیکوال:سعید سمیر








