TOOSnews
اعلان
د تمدن ټلویزیون دوه خبریالان د طالبانو له زندانه خوشې شول.
افغانستانټوس نیوز

د تمدن ټلویزیون دوه خبریالان د طالبانو له زندانه خوشې شول.

۱۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

باخبره سرچینو تایید کړې ده چې د تمدن خصوصي ټلوېزیون مدیر مسؤل محمد رحمتي او د دې شبکې یو کارکوونکی محمدرضا احساني د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي. دغه دوه خبریالان د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په امر نیول شوي وو.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په کابل کې د دې ډلې والي ته امر کړی و چې دغه دوه خبریالان خوشې کړي. طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.

د روان کال د چنکاښ په ۲مه، د طالبانو ځواکونو د دې ډلې د عدلیې وزیر په امر په کابل کې د تمدن ټلوېزیون پر مرکزي دفتر برید وکړ او د دې رسنۍ خپرونې یې ودرولې. له دې اقدام وروسته، محمد رحمتي او محمدرضا احساني ونیول شول او د کابل ولایت نظارت‌خونې ته ولېږدول شول.

طالبانو تر اوسه د دغو دوو خبریالانو د نیول کېدو رسمي دلیل نه دی اعلان کړی. د سرچینو د معلوماتو له مخې، محمد رحمتي او محمدرضا احساني د چنګاښ په ۱۴مه نېټه له زندانه خوشې شوي دي.

تر دې وړاندې، باخبره سرچینو ویلي وو چې محمد رحمتي د زړه ناروغۍ، شکر او د وینې لوړ فشار له ستونزو سره مخ دی، او د بند پر مهال یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ و. د سرچینو په وینا، هغه په زندان کې درملو او کافي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود.

د طالبانو د عدلیې وزارت د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي په میاشت کې اعلان کړی و چې د تمدن خصوصي ټلوېزیون فعالیتونه به د دې ادعا له امله ودرول شي چې ګواکي دغه رسنۍ له حزب حرکت اسلامي سره تړاو لري او د دولت له «غصب شوې» ځمکې څخه ګټه اخلي. دغه وزارت همداراز ویلي وو چې په افغانستان کې سیاسي ګوندونو پورې تړلو رسنیو ته د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.