TOOSnews
اعلان
د دوو موټرو د ټکر له امله په سمنګان کې درې کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي.
افغانستانټوس نیوز

د دوو موټرو د ټکر له امله په سمنګان کې درې کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي.

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ کې د دوه سراچه ډولو موټرو د ټکر له امله ۳ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د سمنګان د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني ویلي، چې ټپیان د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د هغوی درملنه روانه ده.

د رحماني په وینا، د دې پېښې په اړه څېړنې لا هم روانې دي او لومړنۍ موندنې ښيي چې د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي د دې پېښې لامل شوې ده.

د سمنګان د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند له موټر چلوونکو غوښتي چې د ټرافیکي قوانینو او مقرراتو په مراعتولو سره د ورته پېښو د رامنځته کېدو مخه ونیسي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.