TOOSnews
اعلان
په کندهار کې دوو ځوانانو د اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ له امله د ځان‌وژنې هڅه کړې ده.
افغانستانټوس نیوز

په کندهار کې دوو ځوانانو د اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ له امله د ځان‌وژنې هڅه کړې ده.

۱۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په کندهار کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې دوو ځوانانو د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله د ځان‌وژنې هڅه کړې چې یو یې مړ شوی او بل یې ژغورل شوی دی.

د سرچینو په وینا، دغو دوو ځوانانو پرون (شنبه، د زمري ۱۷مه) د کندهار ښار په اتمه ناحیه کې د زهرو په خوړلو سره د ځان‌وژنې هڅه کړې او وروسته روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، له دغو دوو ځوانانو څخه یو یې چې «جان» نومېږي، د درملنې پر مهال مړ شوی او بل یې د ډاکټرانو په هڅو ژغورل شوی دی.

سرچینې وايي چې دغو دوو ځوانانو له اوږدې مودې راهیسې دندې نه لرلې او له همدې امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وو.

په کندهار کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم په کندهار او د هېواد په نورو ولایتونو کې د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله د ځوانانو د ځان‌وژنې د پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.