TOOSnews
اعلان
یوناما: ۲۰ زره عریضې د طالبانو د مشر «هبت‌الله اخوندزاده» د ارزونې په تمه دي.
افغانستانټوس نیوز

یوناما: ۲۰ زره عریضې د طالبانو د مشر «هبت‌الله اخوندزاده» د ارزونې په تمه دي.

۲۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

یوناما د خپل راپور په بله برخه کې ویلي چې یو شمېر شکایت کوونکو د خپلو قضیو د بیا کتنې لپاره په طالب محکمو کې خپلې غوښتنې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده دفتر ته وړاندې کړي دي. د دې راپور پر بنسټ، طالبانو یوه شکایت کوونکي ته ویلي چې ۲۰ زره عریضې د هبت‌الله اخوندزاده د ارزونې په تمه دي.

د یوناما په وینا، د عریضو د زیات شمېر له امله ښايي د هرې یوې غوښتنې څېړنه لږ تر لږه شپږ میاشتې وخت ونیسي. دې ادارې زیاته کړې چې د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د طالبانو مشر په خپله عریضې ارزوي؛ هغه موضوع چې د یوناما په وینا، د قضیو د څېړنې د بهیر او د طالبانو د قضايي نظام د ظرفیت په اړه پوښتنې راپورته کوي.

یوناما د دغو مواردو په یادولو سره ټینګار کړی چې د طالبانو ستره محکمه باید ټول اړین اقدامات ترسره کړي، څو ډاډ ترلاسه شي چې په افغانستان کې د محاکمې بهیر د مدني او سیاسي حقونو په اړه د نړیوال میثاق له تضمینونو سره سمون ولري؛ هغه میثاق چې افغانستان یې غړی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.