TOOSnews
اعلان
یونما:په افغانستان کې د پخوانیو چارواکو وژنې، نیونې او شکنجې لاهم دوام لري.
افغانستانټوس نیوز

یونما:په افغانستان کې د پخوانیو چارواکو وژنې، نیونې او شکنجې لاهم دوام لري.

۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د وژنو، خپلسرو نیونو او شکنجو پېښې لا هم دوام لري.

د زمري په ۶مه خپور شوي راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۶ میلادي کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې، د پخوانیو پوځیانو د وژلو لږ تر لږه ۸ قضیې مستندې شوي دي.

راپور زیاتوي چې په همدې موده کې د پخوانیو عسکرو د خپلسري نیولو ۲۹ او د شکنجې ۵ پېښې هم ثبت شوي دي.

یوناما خبرداری ورکړی چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زوره ایستل شوي پخواني افغان سرتېري له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي. د راپور له مخې، په هرات ولایت کې له ایران څخه یو اخراج شوی پخوانی عسکر تر راستنېدو وروسته لادرکه شوی دی.

لیکوال:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.