په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي، یوناما، په خپل تازه راپور کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د طالبانو پوځي محکمې د دې ډلې د امنیتي چارواکو پر ضد د وګړو له شکایتونو څخه ډډه کوي. دې ادارې ویلي چې دا ډول چلند کولای شي د طالبانو په اداره کې د مجازاتو د معافیت د دوام لامل شي.
د یوناما د راپور پر بنسټ، د طالبانو پوځي محکمې ځینو هغو کسانو ته چې له «مجاهدینو» څخه یې شکایت کړی و، ویلي چې د خپلو قضیو د څېړلو لپاره دې دغې ادارې ته مراجعه نه کوي. یوناما ټینګار کړی چې د دغو شکایتونو له منلو څخه ډډه کول، د طالبانو د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د مطرح شویو ادعاوو د ځوابویلو او قضايي څېړنې بهیر له ننګونو سره مخ کړی دی.
یوناما همدارنګه ویلي چې په ځینو مواردو کې د طالبانو امنیتي چارواکي د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور نیول شوي او محکوم شوي دي؛ خو په ډېری دغو قضیو کې محاکمو هغوی منځګړیتوب ته راجع کړي او وروسته تورن کسان خوشې شوي دي. دې ادارې ویلي چې د دغو قضیو د تړل کېدو د موجه دلایلو په اړه معلومات نه لري.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر زیاته کړې چې هېڅ یوه له دغو پرېکړو څخه د طالبانو د محاکمو له خوا په رسمي ډول نه ده اعلان شوې. یوناما ټینګار کړی چې د قضیو د بهیر او د هغو د تړل کېدو د لاملونو په اړه د معلوماتو نشتوالی، په دغو مواردو کې د قضايي روڼتیا او حسابورکونې په اړه اندېښنې زیاتوي.
لیکواله:سلیم آریایي








