TOOSnews
اعلان
يوناما: د افغانستان د اوبو كړکېچ ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر زيانمن كړي.
افغانستانټوس نیوز

يوناما: د افغانستان د اوبو كړکېچ ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر زيانمن كړي.

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) ویلي چې په افغانستان کې د اوبو مخ پر زیاتېدونکی کړکېچ د خلکو پر ژوند پراخې منفي اغېزې کړې دي او ښځې او ماشومان تر نورو ډېر له دې ستونزې زیان ویني.

یوناما د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) د یوه راپور په خپرولو سره څرګنده کړه چې د اوبو د برابرولو او راټولولو مسؤلیت په ټولنه کې په مساوي ډول نه دی وېشل شوی. د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د نړیوال اوبو راپور ښيي چې ښځې او نجونې د اوبو د راټولولو تر ټولو لوی بار پر اوږو وړي او د اوبو د کمښت له امله له ګڼو ورځنیو ستونزو سره مخ دي.

د یوناما په وینا، د اوبو روان کړکېچ نه یوازې د خلکو پر معیشت، روغتیا او ورځني ژوند اغېز کړی، بلکې د ښځو او ماشومانو لپاره یې ځانګړې ننګونې هم رامنځته کړې دي.

راپور زیاتوي چې د اوبو کمښت او د اوبو سرچینو ته محدود لاسرسی په افغانستان کې موجودې جنسیتي نابرابرۍ لا پسې ژورې کړې دي، ځکه ښځې او نجونې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره ډېر وخت او انرژي مصرفوي.

یوناما د دې ستونزې د حل لپاره د اغېزمنو او دوامدارو اقداماتو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د اوبو سرچینو ته عادلانه لاسرسی د خلکو د ژوند د ښه‌والي، ټولنیز ثبات او دوامدار پرمختګ لپاره مهم ارزښت لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.