د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، په نیمروز ولایت کې د هغو ۱۹ افغانانو له ډلې چې غوښتل یې له قاچاقي لارې ایران ته ولاړ شي، د پنځو کسانو مړینه تایید شوې او د ۱۴ نورو د موندلو لپاره د لټون عملیات لا هم روان دي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې په یوه بیان کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د خپلو شریکانو په همکارۍ له زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرستې کوي.
د سیمهییزو چارواکو او د ورکو شویو کسانو د خپلوانو په وینا، دغه ۱۹ کسیزه ډله د ایران پر لور د ناقانونه سفر پر مهال د نیمروز په دښتو کې ورکه شوې ده. چارواکي وایي، د دوی موټر د لارې په منځ کې خراب شوی او وروسته د سختو دوړو او نامناسبو اقلیمي شرایطو له امله مسافر له یو بل څخه جلا شوي دي. تر اوسه د لټون په پایله کې د پنځو کسانو جسدونه موندل شوي، خو د پاتې ۱۴ کسانو برخلیک لا هم نه دی معلوم.
یونیسیار دغه پېښه د خطرناکو ناقانونه سفرونو د لوړې انساني بیې څرګندونه بولي او ټینګار کوي چې خلکو ته باید خوندي او قانوني فرصتونه برابر شي، څو د خپل ژوند د خطر کې اچولو اړتیا پیدا نه کړي.
د نیمروز د دښتو له لارې ایران ته د افغانانو ناقانونه تګ راتګ له کلونو راهیسې د سختو اقلیمي شرایطو، د اوبو او خوراکي توکو د کمښت، د لارې د ورکېدو او د انسان قاچاقبرو د فعالیتونو له امله له جدي خطرونو سره مل دی.
یونیسیار همداراز وایي، افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو افغانانو د شمېر زیاتېدو له امله پر اساسي خدمتونو، سرپناه او د خلکو پر معیشت فشار ډېر شوی، چې دا وضعیت یو ځل بیا خلک د خطرناکو ناقانونه سفرونو پر لور هڅوي.
لیکوال:سعید سمیر








