TOOSnews
اعلان
يونسيف: څلور ميليونه افغان ماشومانو ته د زده كړې اسانتياوې برابرې شوې.
افغانستانټوس نیوز

يونسيف: څلور ميليونه افغان ماشومانو ته د زده كړې اسانتياوې برابرې شوې.

۱۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونسېف) استازي تاج‌الدین اویوواله ویلي، چې هر ماشوم د زده‌کړې لپاره خوندي چاپېریال او د خپل راتلونکي د جوړولو اړین وسایلو ته اړتیا لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې زده‌کړه د ماشومانو بنسټیز حق دی او باید ټولو ته پرته له تبعیضه فرصتونه برابر شي.

د هغه په وینا، یونسېف او د دې ادارې همکارانو تر دې مهاله شاوخوا څلورو میلیونو ماشومانو ته د زده‌کړې او ښوونې اړوند توکي برابر کړي دي، څو هغوی وکولای شي خپلې زده‌کړې ته دوام ورکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.