TOOSnews
اعلان
د افغانستان متحدې جبهې په بادغیس کې پر طالبانو د خپل درېیم برید خبر ورکړ.
افغانستانټوس نیوز

د افغانستان متحدې جبهې په بادغیس کې پر طالبانو د خپل درېیم برید خبر ورکړ.

۱۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان متحدې جبهې اعلان کړی چې د خپل درېیم ادعا شوي برید په ترڅ کې یې په بادغیس کې د طالبانو دوه غړي وژلي دي. دې جبهې د یکشنبې په ورځ، د زمري ۱۱مه، په اېکس ټولنیزې شبکه کې د یوه پیغام له لارې دا ادعا کړې ده.

د افغانستان متحدې جبهې د ادعا له مخې، په نښه شوي کسان د طالبانو غړي وو چې د دې ډلې په وینا، د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د غړو په شکنجه کولو کې یې لاس درلود. دې جبهې تر اوسه د برید د وخت، دقیق ځای او څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.

د افغانستان متحدې جبهې تېره ورځ هم د طالبانو پر وړاندې د خپلو پوځي عملیاتو د رسمي پیل خبر ورکړی و. دې ډلې هم‌مهاله انځورونه خپاره کړي او ادعا یې کړې چې دوه نور بریدونه یې ترسره کړي دي؛ یو د کندهار ـ سپین بولدک پر لویه لار د کندهار په ولایت کې او بل د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د لښکري بازار په سیمه کې.

خو د دغو بریدونو په اړه تر اوسه کره او تفصیلي معلومات نه دي وړاندې شوي او د دې ادعاوو خپلواکه ارزونه او تایید تر اوسه ممکن نه دی شوی. طالبانو هم د دې راپور تر خپرېدو پورې په بادغیس ولایت کې د ادعا شوي برید په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په همدې حال کې، د افغانستان متحدې جبهې مشر سمېع سادات د یکشنبې په سهار په یوه ویډیويي پیغام کې اعلان وکړ چې دې جبهې د طالبانو پر وړاندې خپل پوځي عملیات پیل کړي دي. هغه وویل چې د دې جبهې هدف د ۲۰۰۴ میلادي کال د لویې جرګې له خوا تصویب شوي اساسي قانون پر بنسټ د نظام بېرته راوستل دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.