د جنرال سمېع سادات په مشرۍ متحدې جبهې ادعا کړې چې د غور ولایت په مرکز فېروزکوه کې یې د ملي پولیسو د پخوانۍ افسرې نګار یو تن قاتل وژلی دی.
جبهې د یکشنبې په ماښام (د زمري ۱۱مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، هغه کس چې د دوی په وینا د طالبانو له غړو څخه و او څلور کاله وړاندې یې امیندواره پولیس افسره نګار په خپل کور کې د خپلې کورنۍ د غړو په وړاندې وژلې وه، د دوی د ځواکونو له لوري وژل شوی دی.
نګار د ۱۴۰۰ کال د وږي په ۱۳مه، د طالبانو له بیا واکمنېدو لږه موده وروسته، په فېروزکوه ښار کې په ډزو ووژل شوه. د هغې کورنۍ هغه مهال ویلي وو چې بریدګرو ځانونه طالبان معرفي کړي وو، خو طالبانو د دې پېښې په اړه رسمي وضاحت نه و ورکړی.
متحدې جبهې دا اقدام د نګار د وژنې د عاملانو پر ضد د حساب غوښتنې یوه برخه بللې ده. په ورته وخت کې، طالبانو د واکمنۍ په پیل کې د «عمومي بښنې» اعلان کړی و، خو په وروستیو کلونو کې د پخواني جمهوري نظام د امنیتي ځواکونو د هدفي او مرموزو وژنو ګڼ راپورونه خپاره شوي، چې نړیوالو بشري حقونو بنسټونو هم پرې اندېښنه ښودلې ده.
متحدې جبهې څلور ورځې وړاندې په افغانستان کې د خپلو وسلهوالو فعالیتونو د پیل اعلان وکړ او ویلي یې دي چې عملیات یې له کندهار څخه پیل شوي دي. دغه جبهه په ۱۴۰۲ کال کې جوړه شوې وه او تر دې وړاندې یې تر ډېره سیاسي فعالیتونه کول.
لیکوال:سعید سمیر








