TOOSnews
اعلان
ملګري ملتونو: ميليونونه افغان نجونې لا هم د زده كړو او خپل راتلونكي له ټاكلو بې برخې دي.
افغانستانټوس نیوز

ملګري ملتونو: ميليونونه افغان نجونې لا هم د زده كړو او خپل راتلونكي له ټاكلو بې برخې دي.

۹ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، په افغانستان کې میلیونونه نجونې لا هم د زده‌کړو، کار او د خپل راتلونکي د ټاکلو له فرصتونو بې‌برخې دي.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ، د وږي په اتمه، پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې «تشې څوکۍ او تش مېزونه» په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو د اوسني وضعیت څرګند انځور وړاندې کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې چې افغان نجونې لا هم زده‌کړیزو فرصتونو ته له لاسرسي محرومې دي او دغه وضعیت د هغوی راتلونکی له جدي محدودیتونو سره مخ کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار لګېدلي محدودیتونه د نړیوالو بنسټونو او بشري حقونو د سازمانونو له مهمو اندېښنو څخه دي.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې درولي او پر زده‌کړو، کار او په ټولنیز ژوند کې د ښځو او نجونو پر حضور یې پراخ محدودیتونه لګولي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.