راپورونه وایي، د جمهوري نظام پر مهال د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د عالي دارالمعلمین پوستې پخوانی قومندان او د جنرال رازق نږدې پلوی، قومندان محمد اکبر، په ډزو ټپي شوی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، نوموړی تر برید وروسته روغتون ته لېږدول شوی او دا مهال تر درملنې لاندې بستري دی. د برید د عاملانو او انګېزې په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
په دې وروستیو کې په کندهار کې د ورته هدفي او غچاخیستونکو بریدونو راپورونه زیات شوي، خو د وروستي برید په تړاو مسؤلو چارواکو لا تر اوسه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
لیکوال:سعید سمیر








