په امریکا کې څارنوالانو د رحمانالله لکڼوال لپاره د اعدام سزا غوښتې.
د امریکا فدرالي څارنوالانو د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان د ۲۹ کلن وګړي رحمانالله لکڼوال لپاره به د اعدام سزا وغواړي. نوموړی تورن دی چې د امریکا د ملي ګارډ یو غړی یې وژلی او بل پوځي یې سخت ټپي کړی دی.
لکڼوال د سېشنبې په ورځ د واشنګټن فدرالي محکمې ته حاضر شو او له یو لړ نویو تورونو سره مخامخ شو. که دا تورونه په محکمه کې ثابت شي، د اعدام د حکم زمینه برابرولای شي. هغه پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي او محکمې ته یې ویلي چې بېګناه دی.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، تورن د زندان په نارنجي جامو او په ویلچر کې محکمې ته راوستل شوی و. راپورونه وایي چې هغه د محکمې پر مهال څو ځله په چټکۍ سترګې رپولې، له ځان سره یې خبرې کولې او کله ناکله یې په وارخطا ډول شاوخوا ته کتل.
څارنوالان وایي چې لکڼوال د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۶مۍ نېټې د لوېدیځې ویرجینیا ایالت د ملي ګارډ ۲۰ کلنه سرتېره سارا بکسټروم وژلې او د امریکا د هوايي ځواک او د لوېدیځې ویرجینیا د ملي ګارډ غړی انډرو وولف یې سخت ټپي کړی دی.
د نوي تورنلیک له مخې، نوموړی له ۱۷ تورونو سره مخ دی، چې پکې له مخکې پلان شوې وسلهواله وژنه، د درې نورو کسانو د وژلو هڅه، د وژنې په نیت برید، د جرم د ترسره کولو لپاره د ایالتونو ترمنځ د وسلې لېږد، او د تاوتریخوالي جرم پر مهال د وسلې کارول شامل دي.
لکڼوال، چې د پخواني افغان کومانډو په توګه یاد شوی، که د وژنې په تور محکوم شي، د اعدام له سزا سره مخ کېدای شي.
د امریکايي چارواکو په وینا، برید هغه مهال ودرول شو چې د ملي ګارډ دوو نورو غړو مداخله وکړه. دغو سرتېرو د ټوپک او چړې په کارولو سره بریدګر له خپل برید څخه راوګرځاوه او بېوسه یې کړ.
څارنوالان دا ادعا هم کوي چې لکڼوال د ۳۵۷ مګنوم ډوله غلا شوې وسلې سره، د واشنګټن ایالت له خپل استوګنځای څخه واشنګټن ډي سي ته سفر کړی و، څو دا برید ترسره کړي.
هغه تر دې وړاندې هم د وژنې، برید او د وسلو اړوندو جرمونو په تور تر عدلي تعقیب لاندې و، خو هغه تورونه د اعدام سزا نه لرله. څارنوالانو مخکې ویلي وو چې دوی هڅه کوي داسې نور تورونه هم ورزیات کړي چې د اعدام غوښتنې ته قانوني زمینه برابره کړي.
انډرو وولف، چې په دې پېښه کې سخت ټپي شوی و، له درملنې وروسته روغ شو او وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ کلنۍ وینا ته په کانګرس کې هم حاضر شوی و.
سارا بکسټروم د پېښې په ورځ په خپله خوښه د یوه همکار دنده پر غاړه اخیستې وه، څو هغه وکولای شي رخصتي له خپلې کورنۍ سره تېره کړي. نوموړې د برید یوه ورځ وروسته، چې د شکرانې له ورځې سره برابره وه، مړه شوه.
لیکواله:سلیمه آریایی








