TOOSnews
اعلان
د اوزبېکستان چارواکو له افغانستان څخه قاچاق شوي نږدې ۳۸ کیلوګرامه نشه‌يي توکي ضبط کړي دي.
نړۍټوس نیوز

د اوزبېکستان چارواکو له افغانستان څخه قاچاق شوي نږدې ۳۸ کیلوګرامه نشه‌يي توکي ضبط کړي دي.

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اوزبېکستان د دولتي امنیت ادارې اعلان کړی چې له افغانستانه نېږدې ۳۸ کلیو ګرامه قاچاق شوي نشه‌یي توکي یې کشف او ضبط کړي دي. دغه اداره وايي چې د دې جوپې لویه برخه د سرخان‌دریا په سیمه کې پېژندل شوې او ضبط شوې، او له دې قضیې سره تړلي کسان هم نیول شوي دي.

د اوزبېکستان د دولتي امنیت ادارې د اعلامیې له مخې، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو او پولیسو په یوه ګډ عملیات کې د سرخان‌دریا په سیمه کې له ۳۷ کیلوګرامو څخه زیات نشه‌یي توکي کشف او ضبط کړي، چې په غیرقانوني ډول له افغانستانه اوزبېکستان ته داخل شوي وو.

په دې جوپه کې ۲۵ کیلوګرامه او ۴۴۴ ګرامه تریاک او ۱۱ کیلوګرامه او ۸۶ ګرامه چرس شامل وو. د اوزبېکستان چارواکي وايي چې دا مواد د افغانستان له پولو څخه د دغه هېواد خاورې ته انتقال شوي وو.

د اوزبېکستان د دولتي امنیت اداره همدارنګه وايي چې د دې جوپې له کشف وروسته، یو کنټرولي عملیات په سمرقند ښار کې د نشه‌یي توکو د وروستي ترلاسه کوونکو د پېژندلو لپاره طرحه او عملي شو. د دې عملیاتو په پایله کې دوه اوزبېکستاني وګړي او دوه بهرني وګړي د جوپې د ترلاسه کولو پر مهال ونیول شول.

په یوه جلا عملیات کې چې د ترمذ په نړیوال سوداګریز مرکز کې ترسره شو، امنیتي ځواکونو دوه افغان وګړي هم ونیول. د چارواکو په وینا، دغو کسانو هڅه کوله چې ۱ کیلوګرام او ۷۶ ګرامه تریاک د پنځه زره امریکایي ډالرو په ارزښت وپلوري.

لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغو دوو تورنو کسانو د نشه‌یي توکو د پټ لېږد لپاره د بدن دننه د موادو د ځای پر ځای کولو او د بسته‌ګانو د تېرولو (بلع کولو) طریقه کارولې وه.

د اوزبېکستان قضايي چارواکو ویلي چې د دې نیونو په تعقیب، د جزایي قانون د ۲۴۶ او ۲۷۳ مادو له مخې د ټولو تورنو کسانو پر ضد جنایي دوسیې پرانستل شوي دي. همدارنګه محکمې د ټولو شکمنو کسانو لپاره د موقتي بند امر صادر کړی او د څېړنو او پوښتنو ګروېږنو بهیر لا هم روان دی.

د اوزبېکستان امنیتي ځواکونو تر دې مخکې هم د افغانستان سره په پوله د سرخان‌دریا په سیمه کې نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه‌یي توکي کشف او ضبط کړي وو.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.