TOOSnews
اعلان
وحيد عمر: اشرف غني د افغانستان لپاره واضح پلان درلود.
افغانستانټوس نیوز

وحيد عمر: اشرف غني د افغانستان لپاره واضح پلان درلود.

۱۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ولسمشر محمد اشرف غني پخواني سلاکار وحید عمر د جمهوري نظام له سقوط څخه شاوخوا درې میاشتې مخکې د ولسمشر له شخصي کتابتون څخه اخیستل شوي یوه انځور په اړه تازه څرګندونې کړې دي.

نوموړي ویلي، له هغه وروسته چې محمد اشرف غني له هېواد څخه وتلی، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د هغه په اړه ډول ډول خبرې او نیوکې کېږي، خو دی د خپلې مشاهدې پر بنسټ بل نظر لري.

وحید عمر زیاتوي چې د هغه په اند، غني یو لوستی او فکري شخصیت و او د افغانستان لپاره یې روښانه او عملي طرحه لرله. د ده په وینا، که څه هم وروسته حالات داسې بدل شول چې نظام سقوط ته ورسېد، خو دا موضوع د ګڼو کورنیو او بهرنیو عواملو له امله پېچلې وه.

نوموړي ټینګار کړی چې د غني د نیت او هڅو په اړه د شک کولو ځای نه ویني او هیله یې څرګنده کړې چې زه (وحید عمر ) تمه لرم چي یوه ورځ به محمد اشرف غني ته فرصت برابر شي چې خپله کیسه او روایت له خلکو سره په بشپړ ډول شریک کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.