TOOSnews
اعلان
واشنګټن: د حزب‌الله د ډلې لوړ پوړی غړی د بریدونو په پلانونو کې د لاس لرلو په تړاو نیول شوی.
نړۍټوس نیوز

واشنګټن: د حزب‌الله د ډلې لوړ پوړی غړی د بریدونو په پلانونو کې د لاس لرلو په تړاو نیول شوی.

۲۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکایي چارواکو په وینا، د جمعې په ورځ د«حزب الله د ډلې»یو لوړ پوړی قومندان ونیول شو،هغه ډله چې د ایران له خوا ملاتړ شوې ګڼل کېږي. دغه چارواکي وايي چې هغه په امریکا، کاناډا او اروپا کې د بریدونو د پلان جوړولو په تور نیول شوی دی. د دغو پلانونو یوه برخه د یهوديانو سیمې هم وې.

د «اف بي ای» رئیس کش پټیل وویل چې محمد باقر سعد داود الساعدي، د حزب‌الله ډلې له مشرانو څخه، له اوږدې مودې راهیسې په تعقیب کې و او په نړیواله کچه له پراخو ترهګریزو فعالیتونو سره تړاو لري.

امریکا له دې وړاندې د عراق حزب‌الله ډلې په رسمي توګه د ترهګرو ډلو په فهرست کې شامل کړی و. دغې ډلې په تېرو کلونو کې په عراق او منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو پر ځایونو څو ډرون او توغندیيز بریدونه ترسره کړي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت د الساعدي د نیولو دقیق وخت او ځای نه دی روښانه کړی، خو ویلي یې دي چې هغه امریکا ته لېږدول شوی او د جمعې په ورځ د نیویارک په فډرالي محکمه کې حاضر شو. ځینې رسنۍ، په شمول د اې بي سي نیوز، راپور ورکړی چې هغه په ترکیه کې ونیول شو او وروسته امریکایي چارواکو ته وسپارل شو.

په محکمه کې، فدرالي قاضي د الساعدي پر ضد د ترهګرۍ د ۶ تورونو یادونه وکړه او د هغه موقتي نیولو حکم صادر شو. د هغه د شخصي ژوند، زده کړو او سابقې په اړه لږ معلومات خپاره شوي، کوم چې د نورو عراقي شبه نظامي مشرانو په اړه هم معمول دي.

امریکایي چارواکي وايي چې الساعدي او د هغه ملګري لږ تر لږه په اروپا کې د ۱۸ او په کاناډا کې د ۲ بریدونو پلان جوړ کړی دی. د دې ادعاوو پر بنسټ، دغه بریدونه د امریکا او اسرائیل پر ایران د پوځي عملیاتو په غبرګون کې پلان شوي و، کوم چې د فبرورۍ ۲۸ مه، ترسره شول.

د امریکا د عدلیې وزارت په څو ښارونو کې د یهودي کنیسو، اسرائیلي پلورنځیو او د یهودانو د زده‌کړې مرکزونو پر ضد د بریدونو او اور لګولو د هڅو یادونه کړې ده، لکه په امستردام او مونیخ کې. په یوه قضیه کې، یو کس د لندن په ښار کې د دوه یهودي سړو پر وړاندې د چاقو برید په تور نیول شوی او د محاکمې په انتظار دی.

امریکایي چارواکو لا تر اوسه د الساعدي د مستقیم رول په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړي، خو محکمه د دې ډلې د ټولنیزو رسنیو د خپرونو ویډیوګانو ته اشاره کړې ده. ویل شوي چې الساعدي داف بي ای له یوه مخفي مامور سره په تلیفوني خبرو کې د ځینو اروپایي او کاناډایي بریدونو په اړه خبرې کړې دي.

د محکمې د اسنادو پر بنسټ، الساعدي د نیویارک په یوه مهم یهودي کنیسه او په لاس انجلس او آریزونا کې په دوو نورو یهودي مرکزونو کې عکسونه او نقشې یوه مخفي مامور ته ورکړي او غوښتل یې چې دغه ځایونو باندې برید وشي. هغه په تلیفوني خبرو کې د بم جوړولو د استعمال په اړه هم خبرې کړي، خو په پای کې هېڅ برید نه دی ترسره شوی.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې الساعدي په تېرو کلونو کې له قاسم سلیماني، د ایران د قدس ځواک پخواني قوماندان، سره نژدې همکاري کړې ده. قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ په جنوري کې د امریکا په یوه هوایي برید کې د بغداد د هوايي ډګر ته نزدې سیمه کې ووژل شو.

راپورونه ښيي چې د بریټایا استخبارات هم د حزب‌الله کتائب د فعالیتونو په اړه مخکې څېړنې کړې او د دې ډلې په امریکایي خاوره کې د بریدونو د پراختیا په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د حزب‌الله ډله د عراق یوه شیعه شبه‌ پوځي ډله ده چې د امریکا د بریدونو وروسته او د ۲۰۰۳ کال د ناآرامیو په دوره کې رامنځته شوه. دا ډله د ایران او قدس ځواک ته خورا نږدې ګڼل کیږي.

دغه ډله شاوخوا په ۲۰۰۷ کال کې تاسیس شوې او لومړنی هدف یې د امریکا د ځواکونو پر وړاندې مبارزه ښودل شوې ده.حزب‌الله ډله ځان د «مقاومت محور» برخه ګڼي، چې له ایران سره د همغږو شويو ډلو مجموعه په عراق، لبنان، سوریه، یمن او فلسطین کې ده.

امریکا او ځینې شنونکي باور لري چې دا ډله د ایران له مالي، وسلو او روزنیز ملاتړ څخه برخمنه ده. په مقابل کې، د ایران چارواکي دغه ډلې «د مقاومت ځواکونه» بولي، خو د دوی مستقیم کنټرول په رسمي ډول نه مني.

د دې ډلې یوه مهمه پېښه د ابومهدي المهندس او قاسم سلیماني په ګډون په بغداد کې د امریکا د ډرون برید له امله وژل کېدل دي. المهندس د حزب‌الله د ډلې له بنسټګرو څخه و.

که څه هم د حزب‌الله ډله رسمي سیاسي ګوند نه دی، خو په عراق کې د امنیتي او سیاسي جوړښت په برخه کې مهم نفوذ لري او له ځینو شیعه جریانونو سره چې ایران ته نږدې دي همکاري کوي. منتقدین وايي چې دغه ډله په عراق کې پراخ نظامي او سیاسي نفوذ لري، حال دا چې ملاتړي یې د داعش پر ضد د دفاع او د عراق د خوندي ساتلو د رول یادونه کوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.