TOOSnews
اعلان
د عمران خان د بند کلیزې سره هم‌مهاله په پاکستان کې پراخ لاریونونه را منځته شوي.
نړۍټوس نیوز

د عمران خان د بند کلیزې سره هم‌مهاله په پاکستان کې پراخ لاریونونه را منځته شوي.

۱۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

پاکستان د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیول کېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت، د اعتراضونو د غونډو او د سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو د زیاتېدو شاهد و. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د تحریک انصاف ګوند پلویانو په بېلابېلو ښارونو کې په راټولېدو سره د عمران خان د خوشې کېدو او د هغه د سیاسي حقونو د بېرته ورکولو غوښتنه وکړه.

په راولپنډي ښار کې پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه، او په ورته وخت کې د غونډو په ځایونو کې پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي وو. راپورونه ښيي چې دغه اقدامات د وضعیت د کنټرول او د اعتراضونو د پراخېدو د مخنیوي لپاره ترسره شوي دي.

تر ټولو لویه اعتراضي غونډه د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کې ترسره شوه؛ هغه ځای چې تحریک انصاف ګوند پکې د پام وړ سیاسي ملاتړ لري. ګډونوالو د شعارونو په ورکولو سره د عمران خان د خوشې کېدو او د هغه د سیاسي حقونو د بېرته اعادې غوښتنه وکړه.

په همدې وخت کې، له پنجاب ایالت څخه راپورونه ښيي چې امنیتي ځواکونو د لاهور، میانوالي او راولپنډي په ښارونو کې د تحریک انصاف ګوند یو شمېر غړي نیولي دي. ځینو رسنیو هم راپور ورکړی چې پولیسو له هغو خبریالانو سره چلند کړی چې دغه اعتراضونه یې پوښل.

چودري بلال اعجاز، په پنجاب ایالت کې د تحریک انصاف ګوند عمومي منشي، ویلي چې د دغه ګوند پنځه د پارلمان غړي هم په لاهور کې د نیول شویو کسانو په ډله کې شامل دي. تر اوسه پاکستاني چارواکو د دغو نیونو د جزیاتو او خپرو شویو راپورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.