د ارمان خان په نوم یو ځوان تېره شپه د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند سیمه کې د چاقو په وسیله د وسلهوالو کسانو په برید کې وژل شوی. د سرچینو په وینا، د دې برید انګېزه د هغه د ګرځنده ټیلیفون غلا کول وو.
د دغه ځوان خپلوانو رسنیو ته ویلي چې پېښه د احمدشاه بابا ښارګوټي په دویم بلاک کې رامنځته شوې ده. د هغوی په وینا، برید کوونکو د ټیلیفون د غلا په موخه ارمان خان د غاړې په برخه کې د چاقو په ګوزارونو ټپي کړی.
سرچینې وايي، ارمان خان د لغمان ولایت د ګلآرام کلي اصلي اوسېدونکی و او د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره یې په کابل ښار کې د کارګر په توګه کار کاوه. هغه د سختو ټپونو له امله د پېښې په ځای کې ساه ورکړې.
د دې خبر تر خپرېدو پورې، د طالبانو د حکومت امنیتي مسؤلینو د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي او د بریدګرو د هویت یا د پېښې د اصلي انګېزې په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د کابل ښار په ځینو برخو کې د جنايي جرمونو، په ځانګړي ډول وسلهوالو غلاوو او له هغو سره تړلو وژنو د زیاتېدو په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








