TOOSnews
اعلان
مجاهد: د «زوجينو د تفريق» اصولنامه د كم عمره نجونو د ودولو لياره نه ده
افغانستانټوس نیوز

مجاهد: د «زوجينو د تفريق» اصولنامه د كم عمره نجونو د ودولو لياره نه ده

۳۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د «زوجینو د تفریق اصولنامې» په اړه راپورته شویو نیوکو ته په غبرګون کې ویلي، چې دغه اصولنامه د کم‌عمره نجونو د ودولو د جواز معنا نه لري، بلکې د محاکمو او قضاتو لپاره د پېچلو کورنیو قضیو د حل په موخه جوړه شوې ده.

مجاهد ویلي، دا اصولنامه د اسلامي شریعت او حنفي فقهې پر بنسټ د علماوو له لوري ترتیب شوې، څو قاضیان وکولای شي د نکاح، مېراث، د ماشوم زیږون او د نابالغو د واده اړوند پخوانیو قضیو کې واضح او چټکې پرېکړې وکړي.

د نوموړي په وینا، په حنفي فقهه کې پلار او نیکه د ولایت حق لري، خو دا صلاحیت ځانګړي شرطونه لري او باید د نجلۍ پر وړاندې ظلم، اعتیاد او یا خصمانه چلند موجود نه وي.

د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې د هبت‌الله اخوندزاده له فرمان سره سم، د نجلۍ له رضایت پرته نکاح منع ده او د واده لپاره د نجلۍ اجازه لازمي ګڼل کېږي. هغه ویلي، د همدې اصل له مخې نجلۍ باید د تصمیم نیولو عمر او وړتیا ولري.

مجاهد همداراز ادعا کړې چې د طالبانو محاکمو په تېر کال کې د جبري ودونو، کم‌عمره ودونو او په بدو کې د نجونو د ورکولو ګڼې قضیې درولې دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.