د پخواني جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت مشر احمد ضیا سراج په یوه مقاله کې ویلي، چې د طالبانو د دویمې واکمنۍ د پای نښې د مخالفو ډلو د فعالیتونو، اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او سیمهییزو امنیتي فشارونو له زیاتېدو سره مخ پر څرګندېدو دي.
سراج د طالبانو د واکمنۍ د پنځم کال په اړه په خپله مقاله کې لیکلي، چې په بدخشان کې د افغانستان د ازادۍ جبهې وروستی برید، چې د «سپاهیان میهن» په نوم یوې نوې او سیمهییزې ډلې له خوا د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۷مه د یفتل ولسوالۍ له لنډمهاله نیولو وروسته ترسره شو او د بدخشان د زېباک ولسوالۍ د ځینو برخو د نیولو لامل شو، ښيي چې د طالبانو د نه ماتېدونکي ځواک تصور له واقعیت څخه ډېر د یوې افسانې په څېر دی.
د هغه په باور، د سختو اقتصادي شرایطو دوام ښايي ځینې کسان د طالبانو پر وړاندې د خپلسرو اقداماتو تنظیمولو یا وسلهوال مقاومت ته وهڅوي.
سراج وايي، خلک له داسې سخت رژیم سره چې د قانون حاکمیت ته ژمن نه دی او ځواکونو ته یې د قانون له چوکاټ څخه بهر د وژنو اجازه ورکول کېږي، د اعتراض کولو پر وړاندې په طبیعي ډول له وېرې او احتیاط څخه کار اخلي.
خو د مقالې د لیکوال په وینا، که خلک دې پایلې ته ورسېږي چې فقر به په پای کې د دوی ژوند له منځه یوسي، نو د خپل وضعیت د بدلون لپاره د اقدام پر مهال به ډېری وېرې له منځه ولاړې شي.
نوموړی زیاتوي چې د مخالفو ډلو د فعالیتونو زیاتېدل به پر طالبانو د درنو وسلو او پوځي تجهیزاتو د ساتنې او کارونې فشار د پام وړ زیات کړي.
د افغانستان له پخواني حکومت څخه پاتې ډېری چورلکې او ترانسپورټي الوتکې د بشپړ عملیاتي حالت ته د بېرته ستنېدو لپاره اساسي ترمیماتو ته اړتیا لري. په مهمو برخو کې د بودجې کمښت سبب شوی چې د دغو تجهیزاتو لویه برخه له کاره ولوېږي او ساتنه یې ورځ تر بلې ستونزمنه شي.
همداراز، د پخواني حکومت پاتې ډېری سپکې وسلې یا له پوځي زېرمو غلا شوي، یا په تور بازار کې پلورل شوي او یا له افغانستانه قاچاق شوي دي.
سراج لیکلي چې طالبانو په دې فکر تېروتنه کړې وه چې د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې له روسیې سره د هوکړهلیک له لاسلیک وروسته به د درنو تجهیزاتو د ترمیم او د زړو الوتکو د بیا رغونې لپاره وړیا مرستې ترلاسه کړي، خو ډېر ژر ورته څرګنده شوه چې باید د دغو ترمیماتو لوړ لګښتونه خپله برابر کړي.
د څو معتبرو راپورونو له مخې، د طالبانو محدود شمېر چورلکې او ترانسپورټي الوتکې ښايي راتلونکی کال د مالي سرچینو او د ساتنې د ظرفیت د کمښت له امله له فعالیت څخه پاتې شي.
لیکوال:سعید سمیر








