د اسټرالیا د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې د داعش اړوند ۱۳ کسیزه ډله د میلبرن او سیډني ښارونو ته دننه شوي دي.
ټوني بورک، د اسټرالیا د کورنیو چارو وزیر، ویلي دي چې دا ډله څلور ښځې او ۹ ماشومان لري چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې په سوریه کې د روژ کمپ کې ساتل شوي ول.
د اسټرالیايي چارواکو په وینا، درې ښځې د اتو ماشومانو سره پنجشنبې د غویي ۱۷ مه/ د مې ۷ مه، میلبرن ته رسېدلي، او یوه بله ښځه د خپل ماشوم سره سیډني ته لېږدول شوې ده.
هغه ډله چې میلبرن ته رسېدلې، په کې کوثر عباس، د کورنۍ نیا، او د هغې لورګانې زینب او زهرا احمد د خپلو اتو ماشومانو سره شاملې دي.
کوثر عباس د محمد احمد مېرمن ده؛ هغه کس چې مخکې یې یو خیریه بنسټ چلوه او تور پرې لګېدلی و چې د خپل بنسټ له لارې داعش ته یې پیسې استولې دي.
په ۲۰۱۹ کال کې راپورونه خپاره شول چې ښيي محمد احمد د سوریې په یوه زندان کې حضور لري، خو هغه دا تورونه رد کړي وو.
همدارنګه، هغه ښځه چې د خپل ۹ کلن زوی سره سیډني ته رسېدلې، جنای صفر نومول شوې ده. هغې د نرسانو زده کړې کولې، خو په ۲۰۱۵ کال کې اسټرالیا پرېښوده او وروسته له سوریې ته سفر کولو څخه یې د داعش له یوه جنګیالي سره واده وکړ.
راپورونه ښيي چې په ټولیز ډول ۳۴ کسان، چې د داعش د غړو ښځې، کونډې او ماشومان وو، د فبروري میاشت کې يې روژ کمپ پرېښود، خو د اسټرالیا حکومت تر اوسه د ټولو د داخلېدو اجازه نه ده ورکړې. ویل شوي چې ۲۱ نور کسان لا هم د اسټرالیا د داخلېدو اجازې په تمه دي.
د داعش د فعالیت د پراختیا وروسته په سوریه او عراق کې، سلګونه ښځې د دې ډلې جنګیالیو سره د واده لپاره خپل هېوادونه پرېښودل او د داعش تر کنټرول لاندې سیمو ته تللي. اوس ډیری هېوادونه د دې ښځو او د هغوی د ماشومانو بیا منلو څخه ډډه کوي.
د اسټرالیا حکومت ویلي چې راستنې شوې ښځې به د قضایي تعقیب سره مخ شي او ماشومان به په پروګرامونو او تعلیمي دورو کې چې د افراطیت ضد وي، ګډون وکړي.
لیکواله:سلیمه آریايي








