د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې له یوې ذهني معلولې نجلۍ سره د جنسي تېري د یوې ادعا شوې پېښې په تړاو د غازياباد پولیسو مرکز د مشر په ګډون ۷۸ پولیس له دندو ځنډول شوي دي.
د ثبت شوې قضیې له مخې، د نجلۍ پلار ویلي چې د هغه شاوخوا ۱۹ تر ۲۰ کلنه ذهني معلوله لور د یکشنبې په ورځ له کوره وتلې وه، خو د اوږدې مودې لپاره بېرته راستنه نه شوه. د نوموړي په وینا، یوه کس دوی ته خبر ورکړ چې یوه پولیس، چې ملکي جامې یې اغوستې وې، نجلۍ له ځان سره بیولې ده.
د نجلۍ پلار زیاتوي، کله چې پولیسو مرکز ته ورغلل، ورته وویل شول چې لور یې کور ته ستنه شوې ده. نوموړي ویلي، کور ته تر ستنېدو وروسته یې لور په ژړا وه او ادعا یې وکړه چې یوه پولیس په زور پرې جنسي تېری کړی دی.
د لاهور پولیسو په خپله رسمي اېکسپاڼه ویلي، د غازياباد د پېښې په تړاو د پولیسو د عملیاتو مرستیال مشر د غفلت او کمزورې څارنې له امله د یاد مرکز مشر، نور مسؤلان او ټول ۷۸ پولیس سرتېري له دندو ځنډولي دي.
د لاهور د پولیسو مشرتابه ټینګار کړی چې بېپروايي، کمزورې څارنه او غیرمسؤلانه چلند به ونه زغمل شي او د پېښې په اړه به بشپړه او شفافه پلټنه ترسره شي.
بلخوا، د پنجاب ایالت د واکمن ګوند مسلم لیګ (ن) د پارلمان غړې حنا پروېز بټ دغه پېښه د سختې خواشینۍ وړ بللې او د قانون له مخې یې د مسؤل کس د محاکمې غوښتنه کړې ده.
لیکوال:سعید سمیر








