د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د هیروشیما د اټومي بمبارۍ د یو اتیایمې کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې د اټومي ناورینونو د بیا تکرار د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وکړ، خو په دې پیغام کې یې د دې برید په اړه د امریکا رول ته مستقیمه اشاره ونه کړه.
ګوتېرېش په خپل پیغام کې وویل، نړۍ باید له ځانه وپوښتي چې د تېرو یو اتیا کلونو له ترخو درسونو یې څه زده کړي دي، که لا هم د اټومي نابودۍ د ګواښ تر سیوري لاندې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړ چې د سیاسي کړکېچونو زیاتوالی، د هېوادونو ترمنځ د باور کمېدل او پوځي سیالۍ هغه میکانیزمونه له جدي فشارونو سره مخ کړي چې د اټومي ناورین د مخنیوي لپاره جوړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ګوتېرېش په تېرو کلونو کې هم د هیروشیما او ناګاساکي د اټومي بمباریو د کلیزې په مناسبت په خپلو ورته پیغامونو کې امریکا د دغو بریدونو د عامل په توګه په مستقیم ډول نه ده یاده کړې.
امریکا د ۱۹۴۵ میلادي کال د دویمې نړیوالې جګړې په وروستیو ورځو کې د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي ښارونو اټومي بریدونه وکړل. دا دوه بریدونه د بشري تاریخ په جګړو کې د اټومي وسلو د کارونې یوازینۍ بېلګې ګڼل کېږي.
د راپورونو له مخې، په هیروشیما کې د اټومي بم چاودنې یوازې په لومړۍ ورځ لسګونه زره کسان ووژل، او د ۱۹۴۵ میلادي کال تر پایه د وژل شویو شمېر نږدې ۱۴۰ زرو ته ورسېد. د دې پېښې انساني او روغتیايي اغېزې تر راتلونکو نسلونو پورې هم وغځېدې.
سره له دې چې په نړیواله کچه پرې پراخې نیوکې شوي، امریکايي چارواکو تل دا اقدام په پوځي دلایلو توجیه کړی او د هغه د اخلاقي مسؤولیت له منلو یې ډډه کړې ده.
د سږ کال د یادغونډې پر مهال هم جاپاني چارواکو، د لومړي وزیر او د هیروشیما د ښاروال په ګډون، په خپلو ویناوو کې د امریکا له نوم اخیستو پرته د اټومي وسلو پر ویجاړوونکو پایلو او د دې ډول پېښو د بیا تکرار د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وکړ.
لیکواله:سلیمه آریایي








