TOOSnews
اعلان
د ازبكستان ١۶ كسيز سوداګريز پلاوي كندوز ته سفر كړى.
اقتصاديټوس نیوز

د ازبكستان ١۶ كسيز سوداګريز پلاوي كندوز ته سفر كړى.

۶ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په کندوز کې سیمه‌ییزې خبري سرچینې وايي، د ازبکستان د جیزخ ولایت د مرستیال والي بهرام یوسوپوف په مشرۍ د سوداګرو ۱۶ کسیز پلاوي کندوز ولایت ته سفر کړی دی.

د راپورونو له مخې، دغه پلاوي له ځايي طالب مسوولینو او یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدلي او د سوداګرۍ او پانګونې په اړه یې خبرې کړي دي.

د کندوز د والي مرستیال حبیب‌الرحمان صهیب له ازبکستاني پلاوي سره په کتنه کې دغه پلاوي ته په بېلابېلو برخو کې د پانګونې بلنه ورکړې او له ازبکستانه یې غوښتي چې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د ازبکستاني پلاوي مشر بهرام یوسوپوف ویلي، هېواد یې لېواله دی چې په افغانستان کې د خپلو پانګونو کچه لوړه کړي.

دا سفر داسې مهال کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د اوږدمهاله تړل کېدو له امله طالبان هڅه کوي د هېواد د وارداتو او صادراتو لپاره بدیلې سوداګریزې لارې ومومي. په همدې لړ کې افغانستان د ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا هڅې زیاتې کړي دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورند کرښې له نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې تړل شوي دي. د سوداګرۍ ګډې خونې د معلوماتو له مخې، د دغو لارو د تړل کېدو له امله پاکستان ته شاوخوا ۹۸۰ میلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ میلیونه ډالر زیان اوښتی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.