د لغمان ولایت د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کورنیو یو موټر د کابل–جلالاباد پر لویه لاره د خیروخېلو په سیمه کې سیند ته لوېدلی دی. د لومړنیو شمېرو له مخې په دې پېښه کې ۴ کسان مړه شوي، ۸ ټپیان شوي او ۱۰ نور نادرکه دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ د جنګاښ ۱۲مه خپره شوې، ویل شوي چې دا پېښه شاوخوا د جمعې شپې په ۱۰:۳۰ بجو رامنځته شوې او د لټون او ژغورنې عملیات د نادرکه کسانو د موندلو لپاره لا هم روان دي.
په افغانستان کې د ترافیکي پېښو زیاتوالی له تکراري ستونزو څخه ګڼل کېږي. د سړکونو غیرمعیاري حالت، د چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي نښو نشتوالی، د مسافرو د ځینو موټرو چلوونکو له خوا د نشهيي موادو کارول، او د څارنې کمښت د دې پېښو د زیاتېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.
تېره میاشت هم له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو یو موټر په لغمان ولایت کې چپه شوی و، چې له امله یې ۲۰ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي وو.
لیکواله:سلیمه آریایي








