TOOSnews
اعلان
له بلجیم څخه افغانستان ته راستون شوی ځوان، د وسله‌والو کسانو له خوا ووژل شو.
افغانستانټوس نیوز

له بلجیم څخه افغانستان ته راستون شوی ځوان، د وسله‌والو کسانو له خوا ووژل شو.

۳۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي، یو ځوان چې له بلجیم څخه هېواد ته راستون شوی و، د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا وژل شوی دی.

یوه سرچینه وايي، دغه ځوان «تاج احمدزاده» نومېده او پنجشنبې (د زمري۲۹ مه)د شپې شاوخوا لس بجې د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند د «مرستون څلورلارې» ته څېرمه، خپل کور ته نږدې وژل شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې احمدزاده د ډزو له امله وژل شوی او تر اوسه د هغه د وژنې عاملان او انګېزه نه دي معلوم.

د سرچینې په وینا، دغه ځوان شاوخوا یوه میاشت مخکې له بلجیم څخه هېواد ته راستون شوی و.

په ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

سره له دې چې طالبان په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، ناڅرګنده وژنې لا هم دوام لري. په ډېری مواردو کې د دغو وژنو عاملان او انګېزې نامعلومې پاتې کېږي او یا هم له خلکو سره نه شریکېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.